ولسمشر اردغان: مسلمانان باید خپل اختلافات له منځه یوسي او یو موټی شي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۳ وږی، ۱۴۰۵ل)
د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردوغان” وایي، مسلمانان باید د خپلو اختلافاتو د له منځه وړلو او د اسلامي امت د یووالي د پیاوړتیا لپاره ګډې هڅې وکړي.
اردوغان ټینګار کړی چې مسلمانان د یوه امت غړي دي او باید د ګډو ارزښتونو پر بنسټ خپل یووالی وساتي.
نوموړي ویلي: «موږ د مسلمانانو په توګه باید یو موټی شو او خپل اختلافات له منځه یوسو، ځکه موږ د محمد ﷺ امت یو.»



