د ترکیې بهرنیو چارو وزیر: اسرائیل غواړي فلسطین ونیسي او عربي هېوادونه کمزوري کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۳ وږی، ۱۴۰۵ل)
د ترکیې بهرنیو چارو وزیر “هاکان فیدان” وایي، د فلسطین د خاورې نیول او د ګاونډیو عربي هېوادونو د پیاوړتیا مخنیوی د اسرائیلو له اساسي موخو څخه دي.
فیدان ویلي، اسرائیل په خپل ټول توان هڅه کوي چې د عربي هېوادونو د اقتصادي ثبات او پرمختګ مخه ونیسي.
د نوموړي په وینا، اسرائیل اندېښنه لري چې د خپلو ګاونډیو عربي هېوادونو اقتصادي او سیاسي پیاوړتیا به د تلابیب ملي امنیت ته ګواښ پېښ کړي.



