مکې مکرمې ته څېرمه د ډرون برید د هڅې په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت غبرګون

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۶ وږی، ۱۴۰۵ل)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مکې مکرمې ته څېرمه د ډرون برید د هڅې په اړه خپاره شوي راپورونه د ژورې اندېښنې وړ بللي او ویلي یې دي چې د حرمینو شریفینو پر لور هر ډول اقدام، چې د دغو سپېڅلو اماکنو امنیت او حرمت ته ګواښ پېښوي، نه بښونکی جنایت دی.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې د حرمینو شریفینو پر لور هر ډول ګواښ په کلکو ټکو غندلی او ویلي یې دي چې دغه سپېڅلي ځایونه د ټول اسلامي امت ګډ مقدسات دي او امنیت، حرمت او تقدس یې باید خوندي وساتل شي.

د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې حرمین شریفین باید د هر ډول شخړې، تاوتریخوالي او پوځي اقداماتو له اغېزو خوندي وي، ځکه پر دغو مقدساتو هر ډول ګواښ د مسلمانانو احساسات راپاروي او په سیمه کې د لا زیاتې بې‌ثباتۍ لامل کېدای شي.

مربوطه مطالب

Back to top button