واشنګټن پوسټ: سعودي عربستان د حوثیانو پر وړاندې د دفاعي توغندیو له کمښت سره مخ دی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۶ وږی، ۱۴۰۵ل)
د «واشنګټن پوسټ» د راپور له مخې، د سعودي عربستان د هوايي دفاعي توغندیو زېرمه د حوثیانو پر وړاندې د روانې مقابلې له امله د کمېدو په حال کې ده او ریاض له خپلو سیمهییزو او لوېدیځو متحدانو د مرستې غوښتنه کړې ده. د دوو سیمهییزو چارواکو په وینا، سعودي عربستان له فرانسې، بریتانیا، پاکستان او مصر څخه غوښتي چې د حوثیانو او نورو ایران پلوه ډلو د توغندیزو او ډرون بریدونو د مخنیوي لپاره په سیمه کې د هوايي دفاع پیاوړتیا وکړي.
راپور زیاتوي چې سعودي عربستان پر مهمو پوځي او دولتي تاسیساتو سربېره د خپلو پراخو تېلو تاسیساتو د ساتنې په برخه کې له ستونزو سره مخ دی او حوثیان لا هم د دغه هېواد پر زیربناوو او په سره سمندر کې پر بېړیو بریدونه کوي. په همدې حال کې، سعودي عربستان د مکې مکرمې د ډرون برید د ادعا شوې هڅې په اړه ویلي چې ډرون یې شنډ کړی، خو حوثیانو د مکې د هدف ګرځولو ادعا رد کړې ده.



