غزه کې د صهیونیستانو هوایي برید؛ ودانۍ نړېدلې ۲۰ تنه شهیدان او لسګونه نور تر خاورو لاندې دي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۶ وږی، ۱۴۰۵ل)
غزه کې هغه ودانۍ چې د اسرائیلي هوايي بریدونو له امله زیانمنه شوې وه نړېدلې ده.

د راپورونو له مخې، په دغه پېښه کې لږ تر لږه ۲۰ کسان شهیدان شوي او شاوخوا ۱۰۰ نور کسان لا هم د نړېدلې ودانۍ تر خاورو لاندې بند پاتې دي.

راپورونه وايي، په غزه کې د خلکو د بشري ژوند شرایط په پرله‌پسې ډول د خرابېدو په حال کې دي او د اسرائیلي بریدونو له امله ملکي وګړي له سختو ستونزو سره مخ دي.

بلخوا، د راپورونو له مخې هغه څه چې د «اوربند» په نوم یادېږي، په عملي ډګر کې د اسرائیلو له لوري د بریدونو د دوام زمینه برابروي، په داسې حال کې چې د اسلامي نړۍ د پام یوه مهمه برخه د یمن پر روان وضعیت متمرکزه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button