خوست کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت څلور پراختیايي پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۶ وږی، ۱۴۰۵ل)

د خوست د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وایي، چې د دغه ولایت په موسی‌خېلو او ګربزو ولسوالیو کې د شاوخوا ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت څلور پراختیايي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د یاد ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالولي شریفي ویلي، چې دغه پروژې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ پلې شوې دي. نوموړي د پروژو د څرنګوالي او برخو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button