اخوان المسلمین: یمن ته د غزې د ملاتړ له امله سزا ورکول کېږي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۶ وږی، ۱۴۰۵ل)
د اخوان المسلمین نړیوال اسلامي حرکت ویاند “صهیب مقصود” ویلي، چې د یمن اوسنی وضعیت باید د غزې له جګړې او په سیمه کې د اسرائیلو له پوځي اقداماتو څخه جلا ونه کتل شي.
نوموړي ویلي، یمن په داسې حال کې له نوي پوځي تاوتریخوالي سره مخ دی چې دغه هېواد له غزې سره د ملاتړ له امله د فشارونو او بریدونو هدف ګرځېدلی دی.
د اخوان المسلمین ویاند ټینګار کړی چې د یمني ولس وینې ارزښت ناکې دي، باید توی یې نه شي او په سیمه کې باید د تاوتریخوالي پر ځای د کړکېچ د کمولو او سیاسي حل لپاره هڅې وشي.
د اخوان المسلمین ویاند دغه راز غوښتنه کړې، چې د یمني ولس د وینې تویېدلو د مخنیوي لپاره باید ټول لوري خبرې اترې پیل کړي.



