پر یمن د بریدونو دوام؛ حوثي ځواکونو یې غبرګون کې د سعودي مهم پوځي اهداف ویشتلي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۶ وږی، ۱۴۰۵ل)
د انصارالله غورځنګ په مشرۍ د یمني مرکزي حکومت ځواکونو ادعا کړې چې سعودي جنګي الوتکو د یمن پر بېلابېلو سیمو درانه هوايي بریدونه کړي دي.

دحوثي ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” ویلي، چې د سعودي هوايي بریدونو په غبرګون کې یمني ځواکونو هم د سعودي پر یو شمېر ښارونو کې پر مهمو پوځي اهدافو د بې‌پیلوټه الوتکو او بالستیک توغندیو بریدونه کړي دي.

حوثي ځواکونو دغه راز ادعا کړې چې له تېرې اوونۍ راهیسې یې د سره سمندرګي په ساحلي سیمو کې خپل پرمختګ ته دوام ورکړی او د باب‌المندب تنګي په شاوخوا کې یې ستراتیژیک ټاپوګان نیولي دي.

تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه د سعودي چارواکو لخوا کوم غبرګون نه دی ښودل شوی.

مربوطه مطالب

Back to top button