انصارالله: د محاصرې تر پای ته رسېدو پورې جګړه دوام ورکوو

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۹ وږی، ۱۴۰۵ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر غړي “عبدالله النعمي” ویلي، چې د یمن ولس به هغه مهال له اوربند سره موافقه وکړي چې سعودي عربستان د یمن محاصره پای ته ورسوي.

النعمي له «المیادین» تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي، اوس مهال عمان د یمن او سعودي عربستان ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کوي.

نوموړي زیاته کړې، داسې معلومات شته چې سعودي عربستان د یمن په اړه د منځګړیتوب لپاره له ایران سره هم اړیکه نیولې ده.

النعمي ویلي: «موږ چمتو یو چې له هر هغه ائتلاف سره یوځای شو چې د مسجدالاقصی او فلسطین د دفاع په موخه جوړېږي.»

هغه ټینګار کړی چې د یمن ولس د اسلامي مقدساتو درناوی کوي او د هغوی د دفاع لپاره چمتو دي.

مربوطه مطالب

Back to top button