حوثي ځواکونه: ریاض او ینبع کې مو مهم اهداف ویشتلي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۹ وږی، ۱۴۰۵ل)
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د سعودي عربستان د پرلهپسې بریدونو په ځواب کې یې د پلازمېنې ریاض حساس اهداف او په ینبع کې د «ارامکو» تاسیسات په بالستیک، کروز توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په نښه کړي دي.
په اعلامیه کې ادعا شوې چې دغه عملیات د یمن د وسله والو ځواکونو له لوري په بریالیتوب ترسره شوي او د دوی په وینا په نښه شوي اهداف له منځه تللي دي.
یمني ځواکونو ویلي، دغه بریدونه د سعودي عربستان د هغو هوايي بریدونو په غبرګون کې ترسره شوي چې د «خمیس مشیط» او «طائف» له اډو څخه د F-15 او تایفون جنګي الوتکو په وسیله پر یمن ترسره کېږي.
د اعلامیې له مخې، تر اوسه پر یمن د سعودي هوايي بریدونو شمېر ۷۳۲ ته رسېدلی او ادعا شوې چې له امله یې ملکي وګړو ته درنه مرګژوبله او ملکي زیربناوو ته زیانونه اوښتي دي.
د یمن وسله والو ځواکونو د سعودي رسنیو هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګواکې یمني ځواکونه ملکي وګړي په نښه کوي او ویلي یې دي چې د ملکي تلفاتو په اړه ادعاوې د سعودي د هوايي دفاع د ناکامیو پایله ده.
اعلامیه زیاتوي چې یمني ځواکونه به د «محاصرې پر وړاندې محاصره او د تشدید پر وړاندې تشدید» تګلاره تعقیبوي او د دوی په وینا، تر هغه به د سعودي پوځي تجمعات په نښه کوي چې پر یمن بریدونه او محاصره پای ته ورسېږي.



