هاکان فیدان: ترکیه له سعودي عربستان سره د حوثیانو پر وړاندې جګړه کې ملاتړ ته چمتو ده

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۹ وږی، ۱۴۰۵ل)
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر “هاکان فیدان”وایي، چې هېواد یې چمتو دی چې د ریاض او اسلاماباد په ګډون د درېاړخیز دفاعي تړون په چوکاټ کې د حوثیانو پر وړاندې په جګړه کې له سعودي عربستان څخه ملاتړ وکړي.
فیدان زیاته کړې چې سعودي عربستان باید د ایران او امریکا ترمنځ په روانه جګړه کې ښکېل نه شي.
سعودي عربستان تېره میاشت له پاکستان او ترکیې سره درېاړخیز دفاعي تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې پر یوه غړي هېواد برید، پر ټولو درېیو هېوادونو برید بلل کېږي.
بلخوا، د یمن د واکمنې حوثي ډلې ځواکونو له تېرې جولای میاشتې راهیسې پر سعودي عربستان پرلهپسې ځپونکي بریدونه پیل کړي او تازه یې د شنبې په ورځ د سعودي پلازمېنې ریاض کې مهم ځایونه په نښه کړي دي.



