پاکستان:فلسطین د امت ګډ درد دی هېڅ طرحه باید له اسلامي هېوادونو سره له مشورو پرته مطرح نه شي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۹ وږی، ۱۴۰۵ل)

پاکستان وایي، چې د امریکایي ولسمشر ټرمپ د غزې په اړه هغه طرحه چې څه موده وړاندې یې مطرح کړې وه او اوس یې د عملي کولو هڅې کوي، اسلامي هېوادونو سره پرې بشپړه مشوره نه ده شوې او د دوی په ګډون هېڅ اسلامي هېواد ته د منلو وړ نه ده.

د پاکستاني چارواکو په وینا، ټرمپ د اسلامي هېوادونو سره په لومړنۍ طرحه کې پر ځینو اصولو توافق کړی و؛ خو وروسته له خپلو ژمنو اوښتی ده.

اسلام‌اباد ټینګار کړی، چې د فلسطین موضوع د ټول امت ګډ درد دی او هېڅ ډول طرحه باید له اسلامي هېوادونو سره له بشپړو سلا مشورو پرته مطرح نه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button