ایران له افغانستان سره د کرنیزو وسایلو او اصلاح شویو تخمونو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۹ وږی، ۱۴۰۵ل)
د امارتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي احمدجان بلال ایران ته د خپل رسمي سفر پر مهال د دغه هېواد د کرنې له وزیر غلامرضا نوري سره لیدلي او د کرنې په برخه کې یې د ګډو همکاریو، تجربو شریکولو او اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د ایران د کرنې وزیر د کرنیزو ماشینونو، اصلاح شویو تخمونو، د چرګانو دانې او یو ورځنیو چرګوړو د برابرولو په برخو کې د همکاریو چمتووالی ښودلی دی.
نوري همداراز د افغانستان د سیلوګانو د بیارغونې او د اړتیا په صورت کې د نویو سیلوګانو د جوړولو په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې.
بلخوا، مولوي احمدجان بلال د دغو همکاریو د عملي کېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره پر ګډو هڅو ټینګار کړی دی.



