د ایران سفارت: له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو ساحې پراخې شوې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۹ وږی، ۱۴۰۵ل)

په کابل کې د ایران سفارت وایي، له افغانستان سره یې د اقتصادي همکاریو ساحې پراخې شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې د لا پراختیا په لور روانې دي.

د ایران سفارت په خپله ایکس پاڼه کې ویلي، په کابل کې د دغه هېواد د سفارت مشر د نادر پښتون سیمې له یو شمېر سوداګرو سره په لیدنه کې د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

سفارت د دغو همکاریو د مشخصو برخو او د سوداګرۍ د کچې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button