افغانستان او هند د ښاري اوبو او فاضلابو په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۹ وږی، ۱۴۰۵ل)

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس مولوي غلام‌الرحمن کظیم او مل پلاوي یې د هند د کور جوړونې او ښاري چارو وزارت له لوړپوړو چارواکو سره په لیدنه کې د ښاري فاضلابو د مدیریت او اوبو رسولو په برخه کې د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې د هند لوري د ښاري فاضلابو د سیستمونو او د امروت (AMRUT) پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل.

د هند د کور جوړونې او ښاري چارو وزارت چارواکو ژمنه کړې، چې د فاضلابو د تصفیې مرکزونو، په ځانګړي ډول د حوضي سیستمونو د جوړولو او د افغان کارکوونکو د مسلکي او تخنیکي ظرفیت لوړولو په برخو کې به همکاري وکړي.

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس هم د تخصصي تجربو شریکولو، د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او د هند له تجربو څخه د استفادې پر پراختیا ټینګار کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button