د ملګرو ملتونو عمومي غونډې څنډه کې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې د تماس ډلې غونډه کېږي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۹ وږی، ۱۴۰۵ل)
د اسلامي همکاریو ټولنه وایي، د افغانستان په اړه د دې ټولنې د تماس ډلې غونډه به د ملګرو ملتونو د ۷۱مې عمومي غونډې په څنډه کې ترسره شي. په غونډه کې به د افغانستان روان وضعیت، له افغانانو سره د ملاتړ او د افغانستان په اړه د ګډو هڅو پر څرنګوالي خبرې وشي.
د اسلامي همکاریو ټولنې په وینا، د غونډې موخه د افغانستان په اړه د غړو هېوادونو ترمنځ د نظرونو همغږي او د دغه هېواد د وضعیت په تړاو د ګډ دریځ پیاوړتیا ده.
ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د اسلامي همکاریو ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو کلنۍ غونډه هم ترسره شي چې د افغانستان وضعیت او له دغه هېواد سره د اړیکو او همکاریو پراختیا به یې له بحثونو څخه وي.



