ننګرهار کې د ترافیکي پېښو له امله ۷ کسان مړه او یو تن ټپي شوی

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۹ وږی، ۱۴۰۵ل)
د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د یوه ایکوا ډوله موټر د ونې سره د ټکر له امله څلور مېرمنې وژل شوې او موټر چلوونکی سخت ټپي شوی دی.
د امنیې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، په کوټ ولسوالۍ او د جلالاباد ښار قصبه کې د سوزوکي او ټیلر موټرو د ټکر له امله دوه ماشومان وژل شوي او د ښار په سبز اباد سیمه کې هم یوه تن د ترافیکي پېښې له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.
د مسؤلينو په وینا، دغه پېښې تېره ورځ د موټر چلوونکو د بېاحتیاطۍ له امله رامنځته شوې دي.



