پنجشېر کې د سیاحت پراختیا لپاره د ۴۰ میلیونه افغانیو پروژې پیل شوي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۹ وږی، ۱۴۰۵ل)

د پنجشېر سیمه‌ییزه اداره وايي، دې ولایت ته د کورنیو او بهرنیو سېلانیانو د ورتګ له زیاتېدو سره د سیاحت د صنعت د پراختیا هڅې هم چټکې شوې دي.

د مسؤلينو په وینا، یوازې سږ کال د ښاروالۍ له لوري د څه باندې ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ښاري پراختیا او سېلانیانو ته د اسانتیاوو برابرولو پروژې پیل شوې او د یوه ځانګړي هوټل د جوړولو پلان هم جوړ شوی دی.

د پنجشېر د ولایت ویاند سیف‌الدین لټون ویلي، د روان کال له پیل راهیسې له ۴۵۰ زرو ډېر کورني او له ۵۰۰ ډېر بهرني سېلانیان دغه ولایت ته تللي دي.

بلخوا، د روسیې ۷۰ کسیز سیاحتي کاروان هم پنجشېر ته تللی او د دغه ولایت له طبیعي او تفریحي سیمو لیدنه کوي.

د پنجشېر مسؤلين وايي، د سیاحت ترڅنګ د سوداګرۍ او صنعت د ودې لپاره هم هڅې روانې دي او د څښاک او درملو د تولید په برخه کې د ۱۰ میلیونه امریکايي ډالرو پر ارزښت د پانګونې اعلان شوی دی.

د مسؤلينو په وینا، د پنجشېر د سړکونو پراختیا او له بدخشان، نورستان او تخار سره د لارو د نښلولو چارې هم دغه ولایت ته د تګ راتګ په اسانتیا کې مهم رول لري.

مربوطه مطالب

Back to top button