د افغانستان د کانونو لومړنی ملي او نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۹ وږی، ۱۴۰۵ل)
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وایي، د افغانستان د کانونو لومړنی ملي او نړیوال نندارتون به د راتلونکې لړم میاشتې له ۶مې تر ۹مې نېټې پورې جوړ شي.
نوموړی وایي، په دغه درېورځني نندارتون کې به د افغانستان د کاني زېرمو ظرفیتونه، تولیدات او د پانګونې فرصتونه نندارې ته وړاندې شي.
همایون افغان له کورنیو او بهرنیو شرکتونو او پانګهوالو غوښتي، چې په دغه نندارتون کې ګډون وکړي او د افغانستان د کاني زېرمو د ودې او پراختیا په برخه کې خپله ونډه واخلي.



