مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۲۵ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

 کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۹ وږی، ۱۴۰۵ل)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وایي، تېره ورځ له تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلام کلا څخه ۱۲۵ کورنۍ، چې ۵۹۵ غړي لري، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

همداراز ياد کميسيون په خپل راپور کې ويلي، چې ۸۸ کورنۍ، چې ۴۵۴ غړي لري، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ لپاره ورته شاوخوا ۵۱۷ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.

د راپور له مخې، له ۹۸ کورنیو سره ټولټال ۷۷۰ زره افغانۍ مالي مرسته شوې، ۶۵ سیمکارتونه وېشل شوي او راستنېدونکو ته له ۳۵۰۰ ډېرې خوراکي توکې او ډوډۍ ورکړل شوې دي.

په ورته وخت کې له ۱۲۰۰ ډېر ناروغان تداوي شوي او راستنېدونکو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو او نورو اړوندو خدمتونو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button