نیویارک ټایمز: ټرمپ د سعودي عربستان له غوښتنې وروسته پر حوثیانو د برید پرېکړه کړې وه، خو بېرته یې وځنډوله

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۰ وږی، ۱۴۰۵ل)

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان له پرله‌پسې غوښتنې وروسته د پنجشنبې په ورځ په یمن کې د حوثیانو پر اهدافو د هوايي بریدونو امر کړی و، خو د یکشنبې تر ورځې یې دغه پرېکړه بېرته وځنډوله.

راپور زیاتوي چې امریکايي چارواکو د حوثیانو پر ضد د برید لپاره هدفونه هم ټاکلي او پوځي چمتووالی یې نیولی و.

د راپور له مخې، د ټرمپ ادارې ځینې چارواکي پر دې باور دي چې سعودي عربستان له ایران سره د روانې جګړې پر مهال له واشنګټن سره کافي مرسته نه ده کړې.

سعودي په مې میاشت کې د امریکا هغه پلان هم رد کړی و چې غوښتل یې د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو تېلو بېړۍ د امریکايي ځواکونو په ملتیا تېرې کړي.

 امریکايي پوځي او ډیپلوماتیک چارواکي بیا وايي، پر حوثیانو محدود هوايي بریدونه ښايي د هغوی د ماتولو یا خبرو ته د اړ ایستلو لپاره کافي نه وي.

مربوطه مطالب

Back to top button