بریتانیا: له افغانستان سره د همکاریو مسیر به له بشري مرستو اقتصادي همکاریو ته واړوو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۱ وږی، ۱۴۰۵ل)

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي ریچارد لیندزي سره په انلاین ناسته کې د افغانستان د اوسني حکومت د فعالیتونو، اقتصادي اړیکو د پراختیا او له نړیوالې ټولنې سره د تعامل په اړه خبرې کړې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې لیندزي له نړۍ سره د افغانستان د رغنده تعامل هرکلی کړی او له افغانستان سره یې د بریتانیا د بشري مرستو په اړه معلومات ورکړي دي.

د بریتانیا ځانګړي استازي ویلي، هېواد یې په پام کې لري چې له افغانستان سره د همکاریو مسیر په تدریجي ډول له بشري مرستو څخه اقتصادي همکاریو ته واړوي. نوموړي د افغانستان او بریتانیا د اړیکو د پیاوړتیا ملاتړ هم کړی او ویلي یې دي چې افغانستان ته به د مخ پر ودې هېوادونو سره د اړیکو د پراختیا په پروګرامونو کې پاملرنه وشي.

مربوطه مطالب

Back to top button