په یمن د بریدونو دوام؛ غبرګون کې یې حوثي ځواکونو ریاض او ینبع کې پوځي اهداف په نښه کړي

کابل ټکی کام (جمعه، ۳ تله، ۱۴۰۵ل)
د یمن وسلهوالو ځواکونو اعلان کړی چې د سعودي عربستان د هوايي بریدونو په ځواب کې یې د دغه هېواد په پلازمېنه ریاض او ینبع ښارونو کې پوځي اهداف په نښه کړي.
د یمني پوځ ویاند “جنرال یحیی سریع” پلازمېنه صنعاء کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال ادعا کړې، چې په دغو عملیاتو کې یې له بالستیک او کروز توغندیو او بېپیلوټه الوتکو څخه کار اخیستی او عملیات په بریالیتوب پای ته رسېدلي دي.
د سریع په خبره، سعودي عربستان د یمن پر بېلابېلو ولایتونو د بریدونو لړۍ ته دوام ورکړی او د جګړې له پیل راهیسې یې تر اوسه ۱۰۱۸ هوايي او توغندیز بریدونه کړي دي.
د یمن وسلهوالو ځواکونو ادعا کړې چې د سعودي بریدونه د مأرب، صعدې، الحدیده، تعز، الجوف او البیضاء ولایتونو کې ترسره شوي، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې او ملکي زیربناوې زیانمنې شوې دي.
د یمن پوځ خبرداری ورکړی چې د سعودي هر برید ته به مستقیم او متناسب ځواب ورکړي او د محاصرې په بدل کې د محاصرې تګلارې ته به دوام ورکړي.



