د یمن جګړه؛ حوثي ځواکونو د عدن ـ تعز د لویې لارې کنټرول ترلاسه کړ

کابل ټکی کام (جمعه، ۳ تله، ۱۴۰۵ل)
د راپورونو له مخې، د یمن حوثي ځواکونو اعلا د عدن او تعز ښارونو ترمنځ د غځېدلې سترې او ستراتیژیکې لویې لارې کنټرول په بشپړه توګه ترلاسه کړی ده.
حوثي ځواکونو ویلي چې د دې مهمې لارې له نیولو سره یې د تعز ښار کلابند کړی دی.
تعز ښار د یمن له مهمو ستراتېژیکو سیمو څخه ګڼل کېږي، چې د دغه ښار د کنټرول پر سر د حوثیانو او د سعودي عربستان له ملاتړ د برخمنو یاغیانو ترمنځ سختې او خونړۍ جګړې شوې دي. په دې جګړو کې د سعودي په مشرۍ عربي ټلوالې هم د حوثیانو پر ضد پراخ هوايي بریدونه کړي دي.
تعز ولایت د باب‌المندب تنګي او د عدن خلیج ته څېرمه د جغرافیایي موقعیت له امله ستراتېژیک اهمیت لري. د دې سیمې نیول کولی شي د یمن پر جګړه، سیمه‌ییزو امنیتي معادلو او د سعودي عربستان پر امنیتي محاسباتو اغېز وکړي.
د شنونکو په باور، په یمن کې د حوثیانو د ځمکنۍ جغرافیې پراخېدل به د هغوی پر وړاندې د پوځي عملیاتو د طرحې او لګښتونو په اړه نوي ننګونې رامنځته کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button