محمد البختي: مکې مکرمې ته له یمن نه بلکې له اسرائیلو ګواښ متوجه دی

کابل ټکی کام (جمعه، ۳ تله، ۱۴۰۵ل)
د یمن د انصارالله اسلامي حرکت د سیاسي دفتر غړي “محمد البخیتي” ویلي، چې مکې مکرمې ته له یمن څخه نه بلکې له اسرائیلو ګواښ متوجه دی.
البخیتي ویلي:
«یوه ورځ به راورسيږي، چې د ده “په خبره” د سعودي د ناوړه پالیسیو له امله به د بیت المقدس په څير د اسلامي امت دوه ستر مقدس ځایونه مکه مکرمه او مدینه منوره هم د مسلمانانو له لاسه ووځي.
نوموړي سعودي عربستان ته په خطاب کې ویلي: که د یمن په نیولو حرمین شریفین خوندې کیدلی شي نو د یمنیانو وژلو ته څه اړتیا ده راشئ یمن به درته وسپارو؛ خو دا ضمانت به څوک کوي چې تاسو به د مکې او مدینې حفاظت وکړای شئ.



