ټرمپ د ایران د اووه ورځنۍ اوربند وړاندیز رد کړی؛ د بیا بمبارۍ احتمال شته

کابل ټکی کام (شنبه، ۴ تله، ۱۴۰۵ل)
د «والسټریټ ژورنال» د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران هغه وړاندیز رد کړی چې د اووه ورځني اوربند، د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او د اټومي خبرو د بیا پیل غوښتنه یې کوله.
ایراني وړاندیز کې د امریکا له لوري د بندرونو د سمندري محاصرې د پای ته رسولو، د ځینو کنګل شویو شتمنیو د خوشې کولو او پر نفتو د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه شوې وه.
امریکايي چارواکي وايي، ټرمپ خپلو سلاکارانو ته ویلي چې د نومبر له منځمهاله ټاکنو وروسته د ایران پر ضد د بمبارۍ د بیا پیل احتمال شته.
د راپور له مخې، واشنګټن او تهران لا هم د منځګړو له لارې پر اټومي موضوع خبرې کوي، خو امریکا تر اوسه د ایران د سمندري محاصرې د پای ته رسولو اراده نه لري او هڅه کوي اقتصادي فشارونه وساتي، څو تهران د امریکا په خوښه یوې هوکړې ته اړ شي.



