د ایران سپاه: تر هغو به د امریکا پر ضد اقدامات روان وي، چې زموږ اووه شرطونه پوره شي

کابل ټکی کام (شنبه، ۴ تله، ۱۴۰۵ل)

د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو د قول اردو ویاند، تورن جنرال حسین محبي، ویلي چې د امریکا پر وړاندې به د ایران اقدامات تر هغه دوام ولري، څو د ایران اووه شرطونه پوره شي.

هغه ادعا کړې چې د ایران توغندي د امریکا څو پوړیز دفاعي سیستمونه له منځه وړلی شي او ویلي یې دي چې امریکا تمه لرله په خلیج کې د خپلو ځواکونو په ځای پر ځای کولو سره ایران تسلیمېدو ته اړ کړي، خو د ده په وینا، له سخت مقاومت سره مخ شوه.

محبي ادعا کړې چې ایران په وروستۍ جګړه کې بریالی شوی او هڅه کوي دغه وضعیت په دایمي ستراتېژیک بازدارندوی ځواک بدل کړي.

هغه ویلي، امریکا د سمندري تګ راتګ د امنیت د ساتلو ادعا کوله، خو حتی د نړۍ له تر ټولو لوی سمندري ځواک سره یې ونه شو کولای هرمز تنګي د څو ساعتونو لپاره هم پرانیستی وساتي؛ د ده په وینا، اوس په دغه تنګي کې یوازې د ایران د سوداګریزو شریکانو د تېلو ټانکرونه د تهران په اجازه تېرېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button