مهدي المشاط: د الاقصی جومات د ملاتړ لپاره دې عملي ګامونه پورته شي

کابل ټکی کام (شنبه، ۴ تله، ۱۴۰۵ل)
د یمن د عالي سیاسي شورا مشر مهدي المشاط له هغو هېوادونو غوښتي چې د ده په وینا، د یمن په اړه یې د سعودي عربستان ادعاوې منلې دي، د الاقصی جومات د ملاتړ لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
نوموړي ویلي، اسرائیلي لوري د نړۍ په وړاندې د الاقصی جومات حرمت تر پښو لاندې کوي.
المشاط له هغو یمنیانو هم غوښتي چې د سعودي عربستان په مشرۍ له مخالف لوري سره یوځای شوي، خپل دریځ بیا وارزوي او له خپل هېواد او خلکو سره یوځای شي.
هغه ویلي، یمن د ټولو اتباعو لپاره ځای لري او د هغو کسانو پر مخ یې دروازه خلاصه ده چې د هېواد ملي ګټې تر هر څه مهمې ګڼي او د یمن د ابادۍ لپاره کار کوي.



