پزشکیان: د ایران اټومي پروګرام سولهییز دی او د اټومي وسلو د جوړولو هدف نه لرو

کابل ټکی کام (شنبه، ۴ تله، ۱۴۰۵ل)
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتېرېش سره په لیدنه کې ویلي، د ایران هدف د سولهییزې اټومي ټکنالوژۍ ترلاسه کول دي، نه د اټومي وسلو جوړول.
نوموړي پر ایران د امریکا او اسرائیلو بریدونه د ملګرو ملتونو د منشور خلاف او د ده په وینا جنګي جنایتونه بللي او ویلي یې دي چې تهران به بهرنیو فشارونو ته تسلیم نه شي.
پزشکیان ویلي، ایران د خلیج د امنیت پیاوړتیا او د سیمې د ستونزو د حل لپاره د سیمهییزو هېوادونو له همکارۍ ملاتړ کوي او په سیمه کې د امریکا له وتلو سره د ګڼو ستونزو د حل امکان شته. هغه همداراز ویلي، د امریکا وروستي بندیزونه او اقدامات د ایران پر خلکو فشار راوړي



