هند د تلسیمیا او سرطان درملنې په برخو کې له افغانستان سره د همکارۍ ډاډ ورکړ

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۵ تله، ۱۴۰۵ل)
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د هند له شارژدافیر یتین پټیل سره د روغتیايي همکاریو د پراختیا په اړه لیدنه کړې ده.
په دې لیدنه کې د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا، د اندراګاندي روغتون د ملاتړ، د ساري ناروغیو واکسینونو، د سرطان روغتون د اړینو تجهیزاتو او د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په اړه خبرې شوې دي.
جلالي د تلسیمیا څانګې د فعالولو او تجهیز، د سرطان درملنې لپاره د کیموتراپي درملو او راډیوتراپي ماشینونو د برابرولو په برخو کې د هند د لا زیاتو همکاریو غوښتنه کړې ده.
په مقابل کې د هند شارژدافیر د روغتیا په برخه کې د خپل هېواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې له افغانستان سره به په یادو برخو کې لا نوره همکاري وکړي.



