دفاع وزارت: په نورستان کې د داعش او «شر او فساد» ډلو ۲۸ غړي وژل شوي او ۳۲ نور نیول شوي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۵ تله، ۱۴۰۵ل)
د دفاع وزارت ویاند صدیقالله نصرت وايي، د نورستان د کامدېش ولسوالۍ په استقامت کې د پاکستاني ملیشو په ملاتړ د داعش او «شر او فساد» ډلې څو ګروپونه د افغانستان خاورې ته د اوښتو هڅه وکړه، چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري یې پر وړاندې عملیات ترسره شول.
د نوموړي په وینا، په دغو عملیاتو کې ۲۸ کسان وژل شوي او ۳۲ نور ژوندي نیول شوي دي.
نصرت ادعا کړې چې پاتې کسان د ډیورند کرښې هغې غاړې ته د پاکستاني ملیشو مرکزونو ته تښتېدلي او له دغو ډلو سره پاکستاني ملیشې، اربکیان او داعش وسلهوال هم مل وو.
د دفاع وزارت د وياند په وینا، د یادو کسانو ډېری یې د تېر نظام پخواني نظامیان وو چې په پاکستان کې تر روزنې وروسته نورستان ته استول شوي وو.



