نصرالدین عامر: یمن کې د کړکېچ د حل لپاره د حماس د منځګړیتوب له هڅو مننه کوو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ تله، ۱۴۰۵ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنک د سیاسي دفتر مرستیال مشر او د عبدالملک حوثي د رسنیو دفتر مشر “نصرالدین عامر” ویلي، چې دوی د حماس له هغو هڅو او منځګړیتوب څخه مننه کوي چې د یمن د سیاسي لوریو ترمنځ د اختلافاتو د کمولو او د جوړجاړي لپاره یې ترسره کړي دي.

عامر ویلي، حماس له بېلابېلو یمني لوریو سره اړیکې لري او د ستونزو د سیاسي حل لپاره یې هڅې کړې دي.

نوموړي د حماس د منځګړیتوب هڅې مهمې بللې او ویلي یې دي چې د یمن د کورنیو اختلافاتو د هواري لپاره باید د خبرو او تفاهم لارې تعقیب شي.

مربوطه مطالب

Back to top button