شنونکي: امریکا او اسرائیل سیاسي حل ته ژمن نه دي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ تله، ۱۴۰۵ل)
یو شمېر شنونکي وايي، په سیمه کې د جګړو او تاوتریخوالي دوام ښيي چې امریکا او اسرائیل خبرو اترو او سیاسي حللارو ته ژمن نه دي.
دوی ادعا کوي چې امریکا او اسرائیل تر ډېره د شخړو د دوام او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو د زیاتولو هڅې کوي.
د شنونکو په وینا، د روانو کړکېچونو د هواري لپاره سیاسي خبرو او دیپلومانیکو لارو ته اړتیا ده، خو په سیمه کې د پوځي اقداماتو دوام د دې بهیر پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي.



