په یمن د بریدونو دوام؛ حوثي ځواکونو جیزان کې پوځي اهداف ویشتلي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ تله، ۱۴۰۵ل)
د یمن پر بېلابېلو سیمو د بریدونو د دوام په غبرګون کې د یمن د واکمنې حوثي ډلې ځواکونو د سعودي عربستان د جیزان سیمه کې پر مهمو پوځي اهدافو بریدونه کړي دي.
د حوثي ځواکونو په وینا، دغه بریدونه د یمن پر وړاندې د روانو پوځي عملیاتو په غبرګون کې ترسره شوي دي.
دوی ویلي، د سعودي پوځي اهداف یې د توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو په وسیله په نښه کړي دي.
تر اوسه د سعودي عربستان له لوري د دغو ادعاوو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.



