د ایران توغندويي برید کې ۸ امریکايي سمندري پوځیان ټپیان شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ تله، ۱۴۰۵ل)

د امریکا NBC News د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د هرمز تنګي په سیمه کې پر یوې امریکايي بېړۍ د ایران توغنديز برید کې د سمندري ځواکونو اته سرتېري ټپیان شوي دي. سرچینې د بېړۍ د ډول په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

تر اوسه د امریکا حکومت په دې پېښه کې د بېړۍ د زیان، د برید دقیق ځای او د نورو احتمالي تلفاتو په اړه بشپړ معلومات نه دي خپاره کړي.

دا هم روښانه نه ده چې د پېښې ټول زیانونه څومره دي او ایا نور امریکايي ځواکونه هم په ورته پېښو کې زیانمن شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button