افغانستان او ازبکستان د تخنیکي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ تله، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې پلاوي په ترمز ښار کې د ازبکستان د تخنیکي مقرراتو له ادارې سره د سوداګرۍ د اسانتیاوو او تخنیکي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
په دې ناسته کې د سوداګرۍ پر وړاندې د تخنیکي خنډونو د کمولو، د کورنیو معیارونو له نړیوالو معیارونو سره د همغږۍ او د لابراتوارونو د پراختیا په اړه بحث شوی دی.
دواړو لورو د تخنیکي همکاریو د هوکړهلیک پر وروستي کولو هم خبرې کړې او ازبکستان د تخنیکي مقرراتو او اندازهګیرۍ په برخو کې د افغان متخصصینو د روزنې لپاره د همکاریو چمتووالی ښودلی دی.



