شپږو میاشتو کې له ۱۵ زرو ډېرو بهرنيو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ تله، ۱۴۰۵ل)
د احصایې او معلوماتو عمومي اداره وایي، د ۱۴۰۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو له لارې ۱۵ زره او ۴۴۹ بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی دی.
د ادارې د شمېرو له مخې، په دې موده کې ۸ زره او ۵۳۸ بهرني وګړي هېواد ته راغلي چې ۳۴۹ یې ښځې دي، او ۶ زره او ۹۱۱ کسان له هېواده وتلي چې ۱۹۷ یې ښځې دي.
د یادې ادارې په وینا، له راغلو بهرنیانو څخه ۸ زره او ۴۳۷ تنه د ځمکنیو بندرونو او ۱۰۱ تنه د هوا له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.
له دې ډلې ۹۳۱ تنه د تاریخي او لرغونو سیمو د لیدنې او پاتې نور د کار په موخه راغلي، چې تر ټولو ډېر یې د نیمروز له لارې داخل شوي دي.



