لغمان کې د ۹۰ زره ډالرو په لګښت د پاچاجوی کانال پروژه بشپړه شوه

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ تله، ۱۴۰۵ل)

د لغمان ولایت مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت له پنځو میاشتو کار وروسته بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په پروژه کې د ۲۷۰ مترو په اوږدوالي او ۶ مترو په پلنوالي کانال جوړول شامل دي.

د پروژې په ترڅ کې د کانال د ساتنې لپاره ۶۰ متره اوږد او ۶ متره لوړ محافظوي دېوال هم جوړ شوی او د شاوخوا ۱۰ زره جریبه کرنیزې ځمکې د اوبو تنظیم او د ویجاړو شویو برخو بیارغونه شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button