له دې هم خبر شئ!

صمد موسی احمدزی

د افریکا په کانګو هیواد کې یو سیند بهیږي چې د “کانګو سیند” ورته وایي .

دا سیند ۴۷۰۰ کیلو میتره اوږدوالی لري ، له زمبیا پیل او په اتلانتیک سمندر کې توئیږي .

د دې سیند په اړوند جالب دا دی چې د نړۍ په کچه زیات ژور والی لري ، مطلب په نړۍ کې بل داسې سیند نشته چې تر دې سیند دې ژور “غوچ” وي ، په ځینو سیمو کې یې ژور والی “۲۲۰” میترو ته رسیږي او کال و سر بهاند”ډک” روان وي .

تر امازون وروسته د کانګو سیند سمندر ته زیاتې اوبه تویوي .

او بله مهمه یې دا چې په نړۍ کې یواځنی سیند دی چې د استوا له کرښې دوه ځلې تېر شویدی.

د امازون له ځنګله وروسته د نړۍ دویم لوی استوایي او باراني ځنګل هم د همدې سیند په غاړو شین شویدی چې په زرګونو ډوله حیوانات او مارغان ژوند پکې کوي .

ملګرو دغسې جغرافیوي مالومات مو خوښیږي چې په راتلونکي کې یې لخیره درته چمتو کووم ، او ایا مخکې مو کله د کانګو د سیند په اړوند اورېدلي وو ؟

مربوطه مطالب

Back to top button