ذبیح الله مجاهد: د اسلامي امارت تدابیر سنجیده او پریکنده دي، د امنیتي ځواکونو هڅې د ستاینې وړ دي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ تله، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان د اسلامي امارت مرکزي ویاند “ذبیحالله مجاهد” وایي، واقعبین افغانان کولای شي روان حالات په دقیق ډول درک کړي.
مجاهد په خپله “ایکس پاڼه” لیکلي: د پېښو پر وړاندې د اسلامي امارت تدابیر «خورا سنجیده، پریکنده او قاطع» دي.
نوموړي د اسلامي امارت امنیتي او دفاعي ځواکونه د ستاینې وړ بللي او ویلي یې دي چې راتلونکی تاریخ به پر دغو ځواکونو ویاړي.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کول د ټول ولس ګډه دنده ده.



