کابل هوايي ډګر څخه په شپږو میاشتو کې نږدې ۱۱۰۰ کارګو الوتنې شوې دي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ تله، ۱۴۰۵ل)
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د کابل نړیوال هوايي ډګر له لارې نږدې ۱۱۰۰ کارګو الوتنې ترسره شوې دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو الوتنو کې ۱۱۱ خالصې کارګو الوتنې وې چې ۷۵۳۵ ټنه توکي یې صادر او وارد کړي، او ۹۶۵ مسافروړونکو کارګو الوتنو شاوخوا ۱۰۳۵۱ ټنه توکي لېږدولي دي.
دغه الوتنې هند، متحده عربي اماراتو، ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو ته ترسره شوې دي.
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، د کارګو الوتنو د پراختیا او د سوداګرو د لګښتونو د کمولو لپاره د هوايي چلند امنیتي فیس له ۱۰۰ څخه ۱۰ ډالرو او د ځمکنیو خدمتونو فیس له ۹۶ څخه ۴۰ ډالرو ته راکم شوی او د ځانګړو کارګو الوتنو لپاره یې د خدماتو په فیسونو کې ۲۵ او ۵۰ سلنه تخفیفونه هم منظور کړي دي.



