راستنېدونکو او بېځایه شویو ته د مرستو لپاره د نږدې ۴ میلیونه ډالرو هوکړه لاسلیک شوه

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ تله، ۱۴۰۵ل)

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له ډنمارک کډوالو ټولنې سره یې د ۳ میلیونه، ۹۲۶ زره او ۳۹۸ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړی دی.

د وزارت په وینا، دغه بودجه به په کابل، غزني، میدان وردګو، پروان، کندهار، زابل، هرات، فراه، ننګرهار، کونړ او نورستان کې د ۴۸ زره او ۶۴۹ راستنو شویو، بېځایه شویو او کوربه ټولنو لپاره د نغدي مرستو، حقوقي، رواني او ټولنیز ملاتړ او د اوبو رسولو سیستمونو د بیارغونې په برخو کې ولګول شي.

مربوطه مطالب

Back to top button