د عامې روغتیا وزیر د روغتیايي همکاریو د پراختیا لپاره بېلاروس ته تللی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ تله، ۱۴۰۵ل)

د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د یوه پلاوي په مشرۍ د روغتیايي همکاریو د پراختیا او تجربو د شریکولو په موخه بېلاروس ته تللی دی.

د عامې روغتیا وزارت وايي، جلالي به د سفر پر مهال د بېلاروس له روغتیايي چارواکو سره د دوه‌اړخیزو همکاریو په اړه خبرې وکړي او د طبي پوهنتون، درمل جوړونې شرکتونو او د زړه، سرطان او بېړنیو روغتیايي خدمتونو له مرکزونو څخه به لیدنه وکړي.

د وزارت په وینا، په دې سفر کې به د طبي زده‌کړو، درمل جوړونې او تخصصي روغتیايي خدمتونو په برخو کې د تجربو شریکولو او د همکاریو د پراختیا پر لارو چارو هم بحث وشي.

مربوطه مطالب

Back to top button