ټرمپ: ایران ته مې د بندیزونو د کمولو او کنګل شوو شتمنیو د خوشې کولو هېڅ وړاندیز نه دی کړی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۷ تله، ۱۴۰۵ل)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «اېکسيوس» د هغه راپور ادعا رد کړې چې ګواکې ایران ته یې د بندیزونو د کمولو او د کنګل شوو شتمنیو د خوشې کولو وړاندیز کړی دی.
ټرمپ پر «ټروت سوشال» لیکلي چې ایران ته یې «هېڅ شی نه دی وړاندیز کړی» او د اېکسيوس راپور یې ناسم بللی دی.
اېکسيوس د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی و چې واشنګټن د ایران د اټومي پروګرام په اړه د مشخصو اقداماتو په بدل کې د بندیزونو د کمولو او د کنګل شوو ایراني شتمنیو د لاسرسي امکان مطرح کړی دی.
ټرمپ له اېکسيوس غوښتي چې دغه راپور ژر تر ژره له خپلې پاڼې لرې کړي.



