عراقچي په نیویارک کې د ایران او امریکا له منځګړو سره خبرې کوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۷ تله، ۱۴۰۵ل)

د الجزیرې د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي به له ایراني پلاوي سره یوځای نن په نیویارک کې د ایران او امریکا ترمنځ له منځګړو سره وګوري. په دې لیدنه کې به د دواړو لورو وروستي وړاندیزونه او دریځونه وڅېړل شي.

د ایران «ایسنا» خبري اژانس ویلي، د ایراني پلاوي او منځګړو ترمنځ به د وروستیو وړاندیزونو او اوسني وضعیت په اړه خبرې وشي.

په همدې حال کې، یو قطري پلاوی هم په امریکا کې دی او د راپورونو له مخې، دغه پلاوي تېره اوونۍ د اقتصادي مرستو په بدل کې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو په اړه د ایران وړاندیز امریکايي چارواکو ته رسولی دی.

بلخوا، د ایران «تسنیم» خبري اژانس ویلي چې په دې لیدنه کې به هېڅ امریکايي چارواکی ګډون ونه کړي او د تهران او واشنګټن ترمنځ د مخامخ خبرو کوم پلان هم نشته.

مربوطه مطالب

Back to top button