منځني ختیځ کې د عملیاتو پر مهال ۳۸ امریکايي سرتېري ټپیان شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۷ تله، ۱۴۰۵ل)

امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د سپټمبر میاشتې په ترڅ کې په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځي عملیاتو پر مهال ۳۸ امریکايي سرتېري ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، په ټپیانو کې ۲۹ د سمندري ځواکونو سرتېري او ۹ د سمندري پلي ځواکونو غړي شامل دي.

امریکايي رسنۍ وايي، ټول ۲۹ ټپیان شوي سمندري سرتېري بېرته خپلې دندې ته ستانه شوي، خو د ټپونو د څرنګوالي په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

مربوطه مطالب

Back to top button