مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۲۵۳ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۷ تله، ۱۴۰۵ل)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دارالانشاء د ورځني راپور له مخې، تېره ورځ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلام کلا له لارو ۲۵۳ کورنۍ، چې ۱۱۳۵ غړي یې لرل، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

همداراز له کابل او سرحدي سیمو څخه ۶۵ کورنۍ او ۳۳۳ کسان خپلو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.

راپور زیاتوي چې له ۸۱ کورنیو سره ټولټال ۶۵۲ زره افغانۍ مالي مرستې شوې او راستنېدونکو ته خوراکي، روغتیايي او مخابراتي خدمتونه هم وړاندې شوي دي. په دې لړ کې ۶۵ سیمکارتونه وېشل شوي او ۱۷۲۰ ناروغانو ته روغتیايي خدمات ورکړل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button