یحیی سریع: سعودي جنګي الوتکو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۵ هوايي بریدونه کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۸ تله، ۱۴۰۵ل)
د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” ویلي، چې د سعودي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د «F-15» او «ټایفون» ډوله الوتکو په وسیله ۳۵ هوايي بریدونه کړي دي.
د سریع په وینا، دغه الوتکې د خمیس مشیط او الطائف له پوځي اډو څخه پورته شوې وې او د تعز، الجوف، عمران، صعده او الحدیده ولایتونو کې یې د مخابراتي شبکو، ښوونځیو او نورو ملکي تأسیساتو په ګډون بېلابېل اهداف په نښه کړي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د سعودي د بریدونو له پیل راهیسې د هوايي بریدونو او توغندیزو بریدونو ټول شمېر ۱۱۵۸ ته رسېدلی دی.



