قالیباف امریکا ته: که زموږ امنیت خوندي نه وي، هېڅ زیربنا به مو خوندي پاتې نه شي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۸ تله، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د پارلمان رئیس “محمدباقر قالیباف” د هرمز تنګي او د بېړیو د تګ راتګ په اړه د امریکا د ولسمشر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې دغه دریځونه د امریکا د پخوانیو ادعاوو تکرار دی.

قالیباف امریکا او نورو هېوادونو ته په خطاب کې ویلي: «لکه څنګه چې مخکې مو ویلي وو، په هغه سیمه کې چې موږ تېل ونه پلورو، هېڅوک به تېل ونه پلوري او که زموږ امنیت تأمین نه شي، هېڅ زیربناوې به مو خوندي پاتې نه شي.

نوموړي د هرمز تنګي په اړه د امریکا د ولسمشر څرګندونې «تشې لافې» او «بې‌بنسټه دریځونه» بللي او ویلي یې دي چې د دغو ادعاوو حقیقت اوس د ټولو لپاره روښانه شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button