بهرنيو چارو وزارت نورستان ته د وسله والو د راوښتو په تړاو د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۷ تله، ۱۴۰۵ل)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې یې د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار کړی او د نورستان د کامدېش ولسوالۍ په استقامت له ډیورنډ کرښې د مخربو وسله والو عناصرو د اوښتو په تړاو یې قاطع اعتراض لیک ورته سپارلی دی. وزارت وايي، دغو عناصرو غوښتل په سیمه کې تخریبي فعالیتونه ترسره کړي، خو د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو یې د اوښتو مخه نیولې ده.

بهرنیو چارو وزارت لیکي: «د ۱۴۴۸هـ ق کال د ربیع الثاني ۱۳مه د نورستان د کامدېش ولسوالۍ په استقامت د شر و فساد عناصرو او داعش فتنه ګرو کوښښ وکړ چې له ډېورنډ کرښې، د پاکستاني پوځي رژیم په مستقیمه مرسته او لارښوونه، راواوړي او په یاده سیمه کې تخریبي فعالیتونه ترسره کړي، خو، لله الحمد، د افغانستان اسلامي امارت امنیتي ځواکونو یې د الله تعالی په نصرت مخه ونیوله او د خپلو پلانونو عملي کولو ته پرې نه ښودل.»

بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستان له لوري د وسله والو عناصرو د روزنې، تجهیز او افغانستان ته د هغوی د سوق کولو زمینه برابرول د افغانستان د حاکمیت او حریم ښکاره نقض دی.

بهرنیو چارو وزارت لیکي: «د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان د پوځي رژیم له لوري تر خپل تسلط لاندې سیمو کې مخربو عناصرو ته د جلب وجذب، انسجام، روزنې او تجهیز د مراکزو زمینه برابرول او بیا د پاکستاني پوځ په مستقیمه رهنمايي د ډیورنډ کرښې دې غاړي ته د هغوی رهنمايي او سوق کول په کلکو ټکو غندي.»

وزارت خبرداری ورکړی چې د ورته کړنو د دوام د ناوړه عواقبو مسؤلیت به په بشپړه توګه د پاکستان پر غاړه وي.

مربوطه مطالب

Back to top button